چېرته لاړ شم؟
نه پوهېږم.
د مینې او باور تر منځ نړېدلی یم
پر زړه مې ډېر څه ګرځي
هر څه ته چې ګورم
راته پردي ښکاري.
زه ،
یوه انځورته پاتې کېږم
چې پر شاوخوا یې
د وسپنې چوکاټ لګېدلی
سترګې پټوم چې څه ووینم
آیا ته په رڼو سترګو
څه لیدلی شې ؟
شېبې بدلې دي
سات له خوځېدو پاتې دی
شمال د ونو پاڼې رژوي
او د باغ ، د بې وسۍ آواز
هرې خواته خپور دی.
ماته داسې ښکاري
چې څوک ،
زموږ په جونګړه کې
مینه وژني
څوک ، د ګودر شونډې ګنډي
څوک ، د جومات پر دروازې باندې
جمع او تفریق زده کوي
موږ ،
پر خپلو اوږو صفرونه بارکړي
او پر کوڅې باندې مو
غټ کلپ وهلی
حتی موږ ،
د اختر په ورځ هم
یو بل ته
د صفر مبارکي وایو.
سبا مې د زوی د زېږېدو کلیزه ده
او زه ،
حیران پاتې یم
چې ورته څنګه
پر خپلو تشو لاسو
مبارکي ووایم ؟!