مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نشته

مینوش


نادان وایی غماز نشته اغیار نشته
آخ افسوس چی ادراک نشته اخبار نشته
هرڅه وینم بی سلوکه سالکان دی
غلامان په طبیعت دی بادار نشته
زما ګمان چی زړونه جوړ دی له ډبرو
بی مقصده یو دوست نشته یو یار نشته
اخوت خو داسی نوی دا لمسون دی
یوسف پلوری دلالان خریدار نشته
عجیبه را ته ښکاریږی تمدنه؛
دی کاروان کی هر څه ګورم هوښیار نشته
پرونی ژوند می سوړسوک خوړل لاښه و
نن په شهدو کښی شفا ده بیمار نشته
دنجات بیړی دقهر په جیحون کښي
دحباب په څیر یو دم یی قرار نشته
د وحشت عقاب بلبل د هوس شکار کړو
هیڅ خیر خوا ده دی بلبل او ګلزار نشته
داحساس ډیوی خاموشی تور ماتم دی
دفریاد چیغی تودی دی دلدار نشته
سباوون پرځای ظلمت په مستی راغی
پسرلی نشته ګلان نشته انوارنشته
کوم مزرع به ده کلونو چمن جوړکړی
بی زحمته راحت نشته وقار نشته
نن دی ورځ ده که پلورل که رانیول کړی
بیا راتګ دی دی بازار ته بل وار نشته
شاعران که قناعت کړی وه به وایی
دمینوش غلام جیلانی اشعار نشته

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery