دخپریدو نیټه : 2010-09-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سنګینه!
هارون خپل
اې سنګینه! په تا وياړم
ته ټاټوبی د زمريانو
ته پرسمه، پرهواره
ټينګ مورچل يې د غازيانو
هر زلمی دي ايوب خان دئ
هره پېغله دي ملاله
کوروکلی، باغ، پټی دي
د مېړانې نښانه ده
هر کجګر، هره کوڅه دي
د سرو وينه نذرانه ده
پرسپېره ډاګ دي بګېل کړ
لوی لښکر د غلميانو
په تش لاس در څخه ځغلي
په توبو، په فريادونو
د ميوند ياد دي تازه کړ
د افغان شمله دي لوړه
هيڅ خونخور به دې اېل نه کړي
په لښکرو، په پوځونو
هيڅ ښاماربه دي نېست نه کړي
په بلاوو، په اورونو
ته مثال د ننګيالو يې!
ستا په کړونو به نازيږي
د افغان ولس نسلونه
تل ژوندی اوسې سرلوړې!
اې هوډمنه، اې غښلې!
ستا بچو ته مي سلام دئ
ته سنګين اوسې سنګينه!