دخپریدو نیټه : 2010-09-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
واحدیارعبدالرحیم زی
ما دعشق له کاره توبه وویسته
نورمې له خپل یاره توبه وویسته
نه یارته ورځم نه ریبارلیږمه
نورمې له ریباره توبه وویسته
مه راوړه ساقي جامونه مه راوړه
ماخوله خوماره توبه وویسته
هسې نه په کلي کې رسوا شمه
ځکه مې له ډاره توبه وویسته
زه خوساغمودیته مجبورکړمه
تادڅه لپاره توبه وویسته
هلته مې دچاله خولې نه واوریده
یارله واحدیاره توبه وویسته