څوک مې نبي څوک مې قرآن سپکوي
څوک مې مذهب څوک مې اسلام سپکوي
څوک مې د پاکې کلیمې دښمن دی
څوک مې مسجد څوک مې اذان سپکوي
چا مې محراب چا مې ممبر شهید کړ
څوک مې د پاک نبي یاران سپکوي
څوک مې پښتو پر کاڼو ولي او خندا پرې کوي
بعضې بې ننګه مې د پلار، نیکه نښان سپکوي
څوک عیسایان شول د ډالرو او پیسو لپاره
غواړي چې نوم د ُمسلمان سپکوي
ای ابوجهله تا بیا هم سبق وانه خیستلو
چې محمد پسې بد وائي نو خپل ځان سپکوي
همدرد ته یې انتظار وباسه
الله به خپله کافران سپکوي