دخپریدو نیټه : 2010-09-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اړمن
محمدسرور وکیلي
که رستم دزمانې وي خوسر ټيټی وي اسمان ته
پام دي نیسه شنې کېږدۍ ته، لحاظ نه کوي جهان ته
له ازله يي سپور سپور کی پیاده پلی څرګنده داخبره
واورۍ ماڼيجنو! بیا کوۍګیله ولي اسمان ته ؟
کله په خنداسم کله په ژړا ماڼیجن سم له خپل ځانه
خو وهلی ځغلولی خپل نصیب یم، ولي ووایم اسمان ته
بریا يي موندلې نه ده، چا پر دې اوچت ځواکمن
راسه ګوره داخوږمن! دي خو اړمن ټوله و اسمان ته
په منډه منډه ځي شپې ورځي، انسان نه پسې رسي
واکمن بې واکه ګوره سترګي يې نیولي واسمان ته