دخپریدو نیټه : 2010-10-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
باران،، باران
مشکور
هرسهر لکه باران ، او ماذديګر لکه باران
ته زما په زړه راورې ، ائ دلبر لکه باران
*******
لکه پرخه راورېږې ، همېشه دزړه په سر
مدام ستا په طلب ګرځم خواروزاراودرپه در
نم دسترګونه مې درومي ، بېبها لکه باران
******
ته په تور تورو سترګو ، ورانوې دمين کور
رب تعا لئ درسره پوح شه، زه خو نلرم ستازور
په زړه غشي ورول کړي، ستا نظر لک باران
******
ته يذيد غوندې ظالم يې ،زه حسين غوندې مظلوم
ته په زړه لکه دکاڼي ، زه په زړه لکه د موم
فرهرنه دې راجوړکړل ، په ځيګر لکه باران
******
ياره ستا د ستمونو انتها ، په عشق کې نشته
چې ''مشکور''سره تا وکړل، ياره دا په عشقې نشته
ستا غصه لکه طوفان ، زورور لکه باران
******
هر سهر لکه باران ، او ماذديګر لکه باران
ته زما په زړه راورې ، ائ دلبر لکه باران
******