دخپریدو نیټه : 2010-10-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ورورسېدم
اټک يوسفزی
لکه ټپه دې پستو شونډو ته ورورسېدم
سپېره خزان کې سرو ګلونو ته ورورسېدم
د امتحان سختې شېبې خو ايله راغلې په ما
چې له دردونو نه زخمونو ته ورورسېدم
څومره مزل مې د منزل په لورې وکړو خدايه
بېرته په شا تېرو وختونو ته ورورسېدم
لاس او ګرېوان يم خوار اټک د ظالمانو سره
الله دې خير کړي توپانونو ته ورورسېدم
/ کامه