که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
ددونيا ټولو جګره مارو نه به
دا ټوپکونه او وسلې ټولوم
جنګسالارانو ته ژوندون ښايمه
دانسانيت مقام ته دمحبت له علمه
ډير مکتبونه فاکولتۍ جوړوم
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
زه به د ټولې نړۍ هغه زوردارو لره
د خداې قدرت ياده کړم چې
دادځمکې نړۍ ټول خلک
ځانته يو خداې اولارښونکی لري
چې ژونداومرګ مودهغی لاس کې ده
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
دنړۍ توراوسپين پوستکي خلک
سره يو ځاې کړم دعلميت په معنې
نه به دژبۍ اومذهب په نامه
چاته جوازدخلافت ورکوم
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
دا ټول نړۍ نه به يوکلی جوړکړم
داسې کوچنۍ کلی چې
غم او ښادي دانسانانو شريک
لکه ديوکورخلک په مينه ژوندوکړي
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
په دونيا وال به غږ د سولې کوم
او د انسان عمر دا لنډ شيبو ته
فقط د مينې او اخلاص يو فضا
د بشريت د ژوند دمينې په نوم
دنفرتونو او جنګونو پر ضد
يو سپين لښکر به زه دسولې جوړ کړم
چې د نړۍ دا رنځيدلي خلک
د ژوند کولو په معنی پويه کړم
بيا به دا وايمه دخيال ماڼۍ کې
چې ملکه يمه د سولې واکدار
اوملکه يمه دسولې واکدار !!!!