مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ازاد شعر

میرویس پوپل


هغه ملګری ته چی شاید په پاکه دوستی کی یی څه فکر کوۍ


یو عجب ساده سړی وم
او په هیڅ نه پوهیدمه
خو دوخت په تیریدو مي
ساده ګي لږ راڅه لاړه
او ملګرو ویل داسي
چی دنیا ده عصري سوي
زه چی لږ غوندي عصري سوم
نو مي زړه چا رانه واخیست
او پوره دوه نیمي میاشتي
یې په خپل زړه کي ساتلۍ
چي به وخت سهار دتګ سو
نو دفتر کي به وه ناسته
ویل قسم په خدای میرویسه
چی پر ما دي نور ټول ورونه
او یو ته زما پاچا یې
بس له هغي ورځي وروسته
مي مکتب اودرس ایله کړل
خو ملګرو زه هیران سوم
لاهم لږ غوندي ساده وم
او باور مي باندي وکړ
خو دوینیمي میاشتي تیري
اودریمه چي سوه نوې
وېل ډیره بخښه غواړم
او قسم په خدای میرویسه
چی پر ما باندی ته وروریی
ماته یاد هغه قسم سو
چی پر ما باندی ټول ورونه
خو ملګرو ټول خبریاست
چی قسم مازی شی نه دی
او دا ښکلي خو وي داسي
چی درواغ ټول په قسم کړي
خو ملګرو هغه ورځ وه
چی پرما ډوبه وریځ وه
او په ژوند نه پوهیدمه
چی دفتر کي مي لیدله
نو په درد به یې کتله
خو زما زړه کي به څه وه
او ددې زړه کي به څه وه
خوله دریو ورځووروسته
اې ایمیل کي راته وویل
چی دا تا غوندي کسان
زموږ کوروکي نوکري کړي
ماوېل خیرژربه دریاد سي
هغه زما ښکلي نازونه
هغه شپې چی مو کړې روڼي
تلیفون کي چی به ګډ وو
خو لاهغه یو ساده وم
ماوېل خیردی په وفا ده
ها قسم چي یې درکړۍ
او داښه راته معلوم سول
جینکۍ دي دوکه بازي
په قسم یې باورمه کړۍ
که هرڅو درته داوایي
چی پر مادي نورټول ورونه
خو په زړه کی بې ته وروریې
او زما هغه ملګری چی له ما سره به ضدوو
اوس هغه سره دوستي کړي
بس دهغي ورځي وروسته
زه همداسي یو ملنګ سوم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery