دخپریدو نیټه : 2010-10-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وګرځېدم
اټک يوسفزی / کامه
څو وارې زه په هره لار درپسې وګرځېدم
هره کوڅه کې ددې ښار درپسې وګرځېدم
ښه شوله دا چې اسويلو مې راپيدا نه کړلې
ټوله شپه زه لکه ازار درپسې وګرځېدم
نه وه دستا په شان غوټۍ غوټۍ مې پرانيستله
په هر يو ګل لکه بهار درپسې وګرځېدم
وايه نور څومره امتحان اخلې اټک نه ياره
رسۍ په غاړه سر په دار درپسې وګرځېدم