کو نړسيند څپه څپه شوزمادزړه ښکلې نغمه شو
دپښتون دغرورخيال کې دغيرت اوننګ کيسه شو
کونړ سيند به يا د ومه مست څپوسره به يي ځمه
دګران ستوری* په ارمان کې خپل شعروکې يي يا دومه
کونړ سينده نغمه ګره د شعرونو جادوګره
شاعران پرتاراټول شو ل اې د زړونو سودا ګره
د مستي سندرې وايه خپل همت خلکو ته ښايه
ښاپيرې درته رادرومې ورته زما سندرې وايه
کونړسيند دجنت هورې خپل موجونوکې مغرورې
تا تره مې ډير ياديږي ته يادونه د مامونې
جلالا ته دی درځمه دمه ستا څنګ ته راوړمه
بوډيالي نکريزی اخلم خپل لاسونه سره کومه
کونړ سينده بختور يي ته زما دزړه دفتر يي
خپل موجونوکې مې واخله زما هوډته انځورګر يي
د خيوې په تکل ځمه خپل دادا خوشحالومه
يوارمان به ورته يوسم لوې جومات به جوړومه
کونړسينده بختور يي اشنا ستاپه لوری درومی
يو ارمان لري په زړه کې دليلا په لوری درو می
کونړسينده ورته وايه نه دی هوډنه دی ارمان شته
ستړی ستړی شوې خپی يبلی بس يولاردبيابان شته
زما بل رنګه دونيا ده ستايادونه په کې نشته
يو وطن زما اشنا دی نور خيالونه په کې نشته
کونړ سينده زما ځانه ماته ګران يې دهر چانه
تيريادونه مې تازه شول روح مې واخيستل لتانه
ستادمستوڅپو ځار شم پښتنخوا پلورې درومه
روح چې ښاددغفار خان شي دبابا په لورې درومه
تراټکه پوری لاړ شه يوه هيله مې همدا ده
پيښوردزړه په ښار ک يو خوهم ولي بابا دی
کونړ سينده بختوره ته زما د زړه ارمان يي
خپل موجونوکې مې واخله دحفيظ ښکلی جانان يي
د ګران ستوری څخه مطلب ښاغلی مرحوم ډاکټرکبير ستوری څخه يادونه شويدی