دخپریدو نیټه : 2010-10-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
لينا فدا
نه لتا سره ژوند کړای نه بې تا
مبتلا دې کړمه داپه څه بلا
سپينه ورځ کې اوښکې پټې ګرځوم
توره شپه کې لکه شمع کړم رڼا
تخیل سره مې لوبې کړې بې درده
ته احساس ېې که بنده یې په ریښتیا
په زړګي مې شومه هله بد ګمانه
چې یې واوریده د مړ زړګي درزا
که کلونه دې تر څنګ تیره وی نه شم
ربه وا مې خلې د یار په ځنګون سا