لکه غاټول نسیم یې تانده ملاتاوراتاوکړه
تپه تپه یې پراوږودزلفوولونه وینې
ګودریې ګواښ کوي چنارورته لمن نیولې
دپېغلوجنګ دی دمنګیوګوزارونه وینې
پېزوانه ووایه دچادزړه په وینوسره دي
ته خویې هروخت دسورکوشونډوسرونه وینې
توبه توبه که دمړونددخوب په خوندخبرشې
شیخه خولت کې به دشنوبنګړوخوبونه وینې
ستابه دحورودخوبونوسلسلې وشلوي
دشاعرانودڅوتوروتعبیرونه وینې
ماجمالیارته خوملادادرک ولګوه
زماغزل کي اوس عزاب که ثوابونه وینې