مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وطن که جانان

ډاکتر عبدالله روان

 
د اوښکو سيلابونو مي ګريوان      ته مخه کړې
د کله نه چې فکر مې جانان       ته مخه کړې
زما د بڼ بلبل       د وچکالۍ نه      وير ژړلې
نړۍ د اسمان   وريځو تل باران  ته مخه کړې
په نس باندې موړ نه شومه په ولږه کې زورېږم
قسمت مې د پرديو دسترخوان ته مخه کړې
لاسونه لرم ، سترګې لرم      فکر راسره دې
خوتل مې لاس نېولې ټول جهان ته مخه کړې
دابرخې ازلي دي او که مونږه      ګناهګار يو
چې تل مو د يو بل کلي کوم خان ته مخه کړې
دهيلو غوټۍ مړاوې شي بيا وچه شي ګل نشي
فصلونو     اتفاق باندې خزان          ته مخه کړې
يو ښه ماليار پکار دې چې دګلو تپوس    وکړي
په چپه خوله تر عمره مو تاوان       ته مخه کړې
ولس مې ناپوهۍ او خودخواهۍ بې حسه ګړې
کشتۍ مې ګردابونو او طوفان        ته مخه کړې
انجام ته يي    حيران يمه        دعا ورته کومه
روان ځکه لاس پورته پاس اسمان ته مخه کړې  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery