مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

لینا فدا

اوښکې له  اوښکو شرمیدې  سترګو کې
دچا په یاد چې  ګرځېدې  سترګو کې
ما خو  له ویرې نه  سلګۍ  ونه کړې
اوښکې خوډیرې تلې  راتلې  سترګوکې
لکه پتنګ شوم درنه  زار  څو    وارې
لکه ډیوه چې  بلیدې    سترګو   کې
قصور  یوازې  دزړګي   خو نه   دی
څه په اسانه ځایدې   سترګو کې
دزړه په کنج کې  یې   میلمه  غوښتلې
تا پسې  اوښکې  تاویدې  سترګوکې
څه   نا  خبره    درنه    لاړو    اشنا
فدا چې  پټه ژړیدې    ستر ګو کې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery