دخپریدو نیټه : 2010-10-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ازار
اټک يوسفزی
ژوند خو همداو چې انتظار وخوړو
زړه مې اشنا لکه اغيار وخوړو
اوس هدېره شوه زما ګل ګل وطن
چا مې نښتر چا مې چنار وخوړو
د چم ګاونډ لېوان راټول شول په ما
چا زه پخپله چا مې يار وخوړو
پدغو دښتو کې يو غر و پخوا
ډګ د لالونو ، و ښامار وخوړو
اټکه ته چې يې په اور سېځلې
لمبه شو خپله ستا ازار وخوړو
/ کامه