مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نقد

محمدسرور وکیلي

 شعر ادب که فلسفه ، خوهرڅوک یې ږغوي
فلسفه پکښې پرته! د ادب د قلم څوک یې ږغوي
شعر نیم بولي یا نوی، دي داڅه شان ته نومان؟
سپین یې هم بولي بیا ځیني کوم یا څوک یې ږغوي ؟
ځیني یې بولي شعر نما، دا نمایې نوبیا څه؟
شعر ادب بولم سُوچه ،خَزّمُو نظم د قافيې يې ږغوي
شعر بوله شعر، نوم بل هم په بدیع کي نه لري
که عروض وي چا لوستلي! نو په ردیف یې ږغوي
خوږ ادب د نثر ګوره! دغاړي هار شانته پېودلی
یوطنز بل مسجع، دا ښې وېني هم لیکوال یې ږغوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery