ته
د
غربت ،
یاس
او
تیارې
خونه کي
یواځي پروت وې ،
اندېښنو وړی وې ،
توره اوږده شپه دي په مخه کي وه ،
غمو دي لارڅارله
اوتا
دکلک اوزبردست ملگري هیله کول
چي لاس دي ونیسي
اوغاړه درکړي
بیا
ته هم غاړه ورکړې ..
نو .. زه دي وبللم ،
زه چي دي وبللم
زه هم
په مینه مینه
سرپراوږو درته راورسېدم
او لکه شمع درته ودرېدم ...،
تامي پرژبه سرې لمبې بلي کړې
زه هم خاموشه درته وموسېدم
دتنهایي وېره دي ورکه سوله
په تیاره خونه کي دي ولگېدم
ستااندېښنې په اومید ختمي سولې
خو زه پرخپل وجود راوڅڅېدم
ته غمځپلی مي موسکی موسکی کړې
زه درته وژړېدم ، وژړېدم
ته به بیده وې یابه ویښ وې خو زه،
ترسپین سهاره درته وسوځېدم
ته دسبامنزل ته و رسېدې
زه درته اوښکي ،اوښکي وبهېدم
خو...!
سهاردي ماباندي زړه سوی ونکړ
هیڅ دي پرما باندي ونه ژړله
ماټوله شپه درته په ځیرکتله
خو! تا په نیم دید را ونه کتله... ،
او
زمابهېدلی وجود
دي په جاروکچره دانۍ ته یووړ
دامي دبل برخلیک پیل سو! ...