مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وطنه

عایشه ړنامومندي

پرون ماته رایادشول
پرون په زړه کی تاو شول
پرون ماته انځور شول
وطنه ستا یادونه
وطنه ستا غمونه
««««««
نن بیا په زړه تاویږی
نن سترګو کی ژړیږی
دننه په ګوګل کی
نن بیا د زړه مرغه می
په کوکو ده چغیږی!
نن بیا دتا دیدن ته
لښکری دغم بار دی
نن اوښکی بیا قطار دی
نن بیا دبیلتون کاڼی
په سر راباندی ایښی
نن بیا ستا د فکرونو
ټپونه دی په څړیکو!

نن بیا زما یادیږی
د خړ کلی باغونه
نن سترګو کی تاویږی
داوښکو بارانونه
وطن راته یادیږی
«««««
کلونه شول کلونه
له تانه لیری لیری
هوسی د بل دیار شوم
څه ورکه څه ښکاره زه
څه ماته په وزرو شوم
څه غم په زړه ایره کړم
څه اوښکه څه خندا شوم
له تانه چی جلا شوم
غمونه راپه برخه
په زړه راباندی بار شول
کاروان دژوندانه می
ټکری خوری ټکری
وطنه تانه لیری
هرڅه پردی پردی شول
فکرونه لیونی شول
کلونه شول کلونه
چی مونږ کی فاصلی دی
«««««
وطن زما وطنه!
په سترګو په لیمه کی
یادونه ستا په زړه کی
هرڅومره که خندا شم
که وکړمه وزرونه
که والوزم اسمان ته
خو زړه کی ستا غمونه
همیش وهی ټوپونه
خندا راځینی واخلی
پرمځکه می ګوزار کړی
تر تله به داغم وی
ترڅو چی زه ژوندی یم
ترتل به وی تر تله
ستا ځای دزړه په زړه کی
خپه نه شی وطنه
زما خواره وطنه!
«««««
دالیری فاصلو مو
دزړه واټن نږدی کړ
یوه شیبه د ژوند کی
له زړه نه لیری نه یی
هرڅومره که یم لیری
په سترګو کی اختر یی
وطن زما وطنه
زه ستا مرغه دباغ یم
سندره دسپرلو می
ستا غیږه کی زده کړی
ماشوم لومړنی پل می
ستا رغویی کی جږ کړی
په څه به رانه هیر شی
زما دزړګی سره
دردونه دی زما دی
غمونه دی زما دی
اباد اوسی وطنه
آباد اوسی وطنه
«««
نن بیا له مودی وروسته
دزړه وزرونه ښوری
دخیال په پروازو کی
ستا خواته دررهی دی
نن بیا دزړګی تل کی
ستا یاد چی دی شیندلي
واړه واړه ټپونه
په څړیکو دی زخمونه
««««
رڼا دا بل څه نه دی
چی بیادی ځوروی نن
په اور دبیلتانه دی
هر واری سوځوی تا
یادونه دی یادونه
د خوږ وطن یادونه
وطنه ستا فکرونه!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery