مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ورکه مينه

غ- فاروق

                         د شمعي مخ  ته په ځغستا  تېره شوه
                        هغې چي  نه غو ښتله بيا  تېر ه شوه
                        په تلو را تلو کښې  ما  ته  هم و کتل
تر ښکلو ښکلې  شا ليلا  تېر ه شوه
په تو ره شپه لکه برېښنا تېر ه شوه
په سپينه ورځکښيوارخطاتېره شوه
پر لمر لوېد ومي يو ځل بيا و ليد ل
دا غنچه  فمه په  خند ا تېر ه  شو ه
په سرولمبوکښې سره لمبه کړمه زه
پر سره ا نګا ر ېی لولپه  کړ مه زه
په اورکښي سوځم دخولي اه نه باسم
چي په مستي کښي بې پرواتېره شوه
په  انتظا رمي تو ره شپه  کړ ه  سبا
چي ګو ند ي را به شي هغه شا  ليلا
له بيد  ه  بخته  ګيله  من  يمه  ډ   ېر
پلو نيو لې مي  تر خو ا تېر ه  شو  ه
چي بختمييارنشو په توره شپه کښي
ليلا به را نشي په سر ه غرمه کښي
د هجرا ن شپي به  تېره  و مه ترڅو
چي ورکه مينه مي په غلا تېره شوه
ولي ېی نه پرېږدې چي مل شي زما
چي مي په زړه کښي غوټۍ ګلشيسبا
بيلتو نه تا  ته  به نو ر څه پا ته  شي
که مي د ز ړ ه په تسلا  تېر ه   شو ه
په توده مينه کې زما زړګې ټکورشي
د د نياټولي خوښئ به مي پرکو رشي
د ا يرو به ستر ګي ډ کي د غما زشي
که د فا روق څنګ  ته پخلا تېره شوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery