مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوا دي سه !!!

محمود نظری

طنز
خلکو ویل مشر قزل باش دی
پښتون نه د ایرانیانو داداش دی
حواله هغه ته له ایران معاش  دی
مانه منله چې ورته ولاړیې په یوه پښه
سر مي خلاص سو، دوا دي سه!

خلکو ویل له نورو چکه چورو دی  دی  ښه
هغه نه جاسوس دی نه اخلي یوه پیسه
اوس مالوم شول د ټولو یوه  ده ریښه
په ډیرو شیانو لاس ایږدې پر خوله
سر مي خلاص سو، دوا دی سه !

داچې ولي راغی یرغل کلتوري
ولي خرېړی شوه کارونه مذ هبي
ولي وتړل شوه سایتونه افغاني
اوس پوه شوم  په دې لاس مچوه
سر مي خلاص سو، دوا دي سه  !

په قراردادو کې شاګردانه ده  میلیون ډالران
ولي د پیسو ډک وځي بهر ته د پیلوماتان
ولي هر شی کې مداخله کوي ګران ایران
اوس پوه شوم  په دی رسم وبایده
سر مي خلاص سو، دوا دی سه!

ولي د مهاجرو په ځړولودچا طبیعت نه سو خټه
ولي دښمن او دوست ته په یوه سترګه کیږی کاته
ولي  ایسې تا ته یوشان  کشمش او پنبه دا نه
ولي دی ایران ته    وطن  کړخوږه کاسه
سر مي خلاص سو، دوا دی سه  !


دا چې څنګه ټوله وهئ یو ډول سلګۍ
بې تشریفاتو اخلئ کڅوړه ډکه  د ایکۍ
په پټه جیبونه ډکوئ د غټو سدرۍ
اخیر دی د دښمن د لاسه غلا شوه  پنبه
سر مي خلاص سو، دوا دی سه !

ستا ویاندان به خود اخیر کیږي  سفیران
هغوی دی د وطن اصلی سیاستمداران
لکه تا له خلکو نه شرمیږی دا درواغجنان
اوس پوه شوم دا شاګردانه لري سلسله
سر مي خلاص سو، دوا دی سه!

دا چي ولي ایران ته تل يي سرځوړنده
ولي د ایران تپل کیږی پر موږ دود و بایده
ولی  دمهاجرو په ایستلو چا پزه نه کړه تروه
پام چی  خپل رزق ونه وهی په لغته
سر مي خلاص سو، دوا دی سه  !

دا چې ولي دي ایران ته مخ افغان   ته شاده
ته به نه یې دا لګه درګه  به پاته شي سبا ته
افغانان دی کړه   دنیا ته په یوه اوربښه
احمد نژاد دی موږ ته  کړی پهلوان پنبه
سر مي خلاص سو، دوا دي سه !

په وطن کې دی د بډو غیرت  کړ رواج
پخوا موږ له ایرانه  اخیستی د بریتو باج
اوس ته چغال ته په عزت ورکوې باج
خب و چوپ یې  اخله جوړه وه سرمایه
سر مي خلاص سو، دوا دي سه !

داچې هره ورځ په حلوا ویلو خوږه کوې خوله
 داچې هر ورځ ایران صفته اخلي غوښه
 داچې ته ولي وهې خپله پښه په تیښه
اوس پوه شوم د ماندنی والا نیستم په کیسه
سر مي خلاص سو، دوا دي سه !

ایران خپله ارغونچکی وهي یو غیران ته
ستا په دی  ښه مخ مین دی ووایه ایران ته
په دی پیسو یې لومه اېښې  ستا ایمان ته
تر څو به ته اخلې به مړو سترګو  دا پیسه
خرې پیسې خو اخلې،  دوا دی سه !
 جارسم

کنايي
خوږه کاسه(د زوم لومړی شپه د خواښي کره)؛ لاس پر خوله اېښوول( چپه  خوله)؛ د خپله لاسه( د خپل عمل د لاسه)؛ طبیعت خټه کول( غوسه)؛ په خټه کې اخښل(عادت)؛ په یوه اوربښه نه ارزی ( بې ارزښته دی)
سترګه ورته نیولی ( امید لرل)، پهلوان پنبه( قوی اندام خو بی زوره او ترسو)؛ پنبه يي تری غلا کړه( اسرار يې رسوا شول)؛ د بریتو باج( په زوره پیسې اخیستل)؛ چغال ته باج ورکول(د پست او مادون  حکم  منل )، خدای ته مخ او بنده ته شاکول(انصاف)؛ لوی زړه( سخاوت)؛ لاس پوڅي( نوکران)؛ غوښه اخیستل خوشاله او چاغ)؛ خب او چوپ( پټه خوله)؛ دود و بایده کول(  رسم او رواج)؛ خدای شرمول( رسوا)؛ پزه تروه کوله( غوسه کول)؛ په يوه پښه ورته درېدل( په دی رښتیا  او عجزد چا چوپړ کول)؛ خپلی پښې په تیشه وهل( خپل کام ته زیان رسول)، خپل رزق په لغته وهل(خپله ګټه په لغته وهل)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery