دخپریدو نیټه : 2010-11-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
سخي داد فايز
په اول ځل راته موسکۍ وه ماچي وليدله
دقاف د غرونو شاپيرۍ وه ما چی وليدله
بيا يي روخسار کي د يو سف حسن مي وکتلو
هغه د مصر شهزاد ګۍ وه ما چي وليدله
په ناز نخرو او ادو ګانو زما زړه يي غلا کړ
فلک ته وخته سپوږمۍ وه ما چي وليدله
وښکلي مخ ته په کتلو يي هک پک حیران شوم
زموږ دکلي يوه نجلۍ وه ما چي وليدله
فايزه ووايه د کوم ځای ده او چېري به وي
هو د تر نک يوه کوچۍ وه ما چي وليدله