مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

نورعلی شاه ځلبلاند

 زما   وطن   زما   دوينو  په  سره  رنګ   جوړوي
له خپله راشی خو زما په کور کی جنګ جوړوي
ورورته دورور د سر قيمت په بيا نه کی ورکړي
وائی ددوی ددواړو توري عجب شرنګ جوړوي
توري پردی ئي زموږ و سترګوته نيولی وی تل
و هغه لورته  زموږ لپاره  لو يي  ګړنګ  جوړوي
چه چيرته سپينه ځمکه ووينی پری اور بلوي
ډيری لمبی په ډيرو زړو نو کی غورځنګ جوړوي
زما په کور کی و خپل ځانته ښی ماڼي جوړوي
مابه  ورور  د قبر  خواکی  خوار  ملنګ   جوړوي
زهر   را شندی   هرڅه   راته   تبا  برباد     کی
 ځان  سره  وائی  دغه  زهر  به  لونګ  جوړوي
ئي  (ځلبلانده ) دا سرونه   ټيټيدلی  نه   شي
چه هر يو سوځی پاته بل به ځان پتنګ جوړوي

 

سوئيلی پښتونخوا چمن

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery