دخپریدو نیټه : 2010-11-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وچ دی که لانده دی
سمونوال غالب میاخیل
گران وطن موجوړ تنور شو هری خوا بلی لمبی کړی
وچ لانده پکی سوزیږی ټول عالم یی ننداری کړی
یو مورانه غلو علاج ته په زخمو مو مالگی شندی
دوی خوندونه ورنه اخلی، موږ نه وینی فواری کړی
دخپل ورور خبره نه اورو بلی بلی وایو بل ته
اتلان مو دی تر خاورو ځکه نور موفیصلی کړی
رقیبان راته کمین کی په ماشه گوته سواره دی
غواړی نوم دافغان ورک شی پټی پټی دسیسی کړی
په یو بل باندی مو پلوری هیڅ خبر نه شوو له ځانه
کله هلته کله دلته تل زموږ په سرچړ چی کړی
دنفاق تخم په موږ کی کرل شوی په تدبیر دی
جنگوی مو په خپل مینځ کی دوی دلیری تماشی کړی
زه حیران یمه چی ولی خپل تاریخ مودی هیر کړی؟
بی تاریخه نن راغلی زموږپه کور باندی حملی کړی
دپټان په یوه چغه پټیدل به تری کندو کی
اوس هماغه دی راغلی چی زموږ جوړی جرگی کړی