دخپریدو نیټه : 2010-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د وطن مينه
امان الله نصرت
د چا زړه کې چې دردونه د خپل قام وي
د ولس په غم کې ډوب سهار ماښام وي
ملي ګټې ورته ګرانې وي له هر څه نه
ملي فکر ور سره په هر يو ګام وي
د زړه وينه کې يې مينه د و طن وي
پرمختګ د خپلې خاورې يې مرام وي
که اوسيږي په يورپ يا امريکا کې
خپل فرهنګ ملي دودونو ته يې پام وي
خپل هيواد چې په پيسو پلوري په نورو
مخ يې تور شه تر ابده به غلام وي
چې د خلکو او ملت د هستۍ غل شي
داسې خلک به تاريخ کې تل بدنام وي
د وطن خاوره چې پالي په سرو وينو
د نصرت دې په هغو زلمو سلام وي