دخپریدو نیټه : 2010-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
صفی الله سمون
چې تا راته ویل داسي وینا مې نه لیده
په سرو شونډو خندل داسي خندا مې نه لیده
راځه راسره کینه په څنګ کې په قراره
جفا خو مې لیده داسی جفا مې نه لیده
چې ټوله نړۍ زه به مینه اخیر څه کړم
په سپینو مې لیده په تورو داغ مې نه لیده
پروانه د ګلو ته یي هر سهار دې په باغچوکې
ښکلا خو مې لیده داسي ښکلا مې نه لیده
یو تاسره می کار دې زه د ښکلوسینګارڅه کړم
سمونه ستا یاري کي داسې کار مې نه لیده