دخپریدو نیټه : 2010-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دافغان بچيه
فدامحمد نومير
لږڅه وخوځه له ځايه
يوو قدم پرمخ اوچت کړه
زلزلې دي توپانونه
شل خونه ئې حرکت کړه
سترګي ورغړوه ځيرسه
په ماحول کي څه تيريږي
ړوند هم نه ئې په ککيو
توره شپه نن سبا کيږي
غوږ دي ونيسه ښه واوره
ورکوي دي پسپسکا ده
نغارې چي هم نه اورې
دادچا،که ستاګنا ده
ورکيدو ته دي يوو سوي
خپل،پردي په يووصلاح دي
ته دمرګ په خوب ويده ئې
ټول سا ه کښ ستادارواح دي
دادودونه دباروتو
اودا سرې لمبې دڅه دي
چي دي کور،کهول درسوځي
پوه سه داچي دا په څه دي
اجازت دۍ چا ورکړی
هر پلؤ چي غورځي پرځي
دادچڼ په نوم راوتي
چي دي کور،کلي کي ګرځي
کاکابيائي،مامابيائي
دمظنون،شرير په جرم
پلاردي وژني ستاپه مخکي
داغربي ليوان په ظلم
ادې وينو کي لت پت ده
دخورکۍ هم احوال نسته
دې وحشيانو،درندو څه
دپوښتني مجال نسته
وروردي هم په دښتوګرځي
غرو،رغوکې امان نسته
انعامونه ئې پر سر دي
چيري هم ئې مکان نسته
همزولان دي اواره دي
سرګردان په تورو غروکي
ددښمن جنګ ته دي وتي
خوب ئې نسته نيمو شپوکي
ستادپلار انتقام اخلي
ددې دهر له ليوانو
شال پرسر به دي دخور کړي
دعا کړه د همزولانو
نو بچۍ دافغان واوره
له دې دروندخوبه راويښ سه
که نه ورک به له دنيا سې
بيا به نه وي،لاره چاره
٧٢،اکتوبر،٢٠١٠
متحده ايالات،کلفورنيا