دخپریدو نیټه : 2010-11-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
آزار
عایشه ړنا
مه وهه په کاڼو زما ښار د زړه
ماته او ټوټی به یې هنداره شي
غم به یی ویده ،ویده خوبونه کړی
خاوری او ایری به یی خیالونه شي
مه وهه!
زړه زما لیدلی کړیدلی شي
هوش لری هوس لری احساس لري
مینه لری ،غم لری ارمان لری
مه وهه!
تاسره ،
تاسره چې خیال د خپل زړګي شته دی
تاسره چی مینه شته او خیال شته دی
غم دبل دزړو کول ګناه نه ده
خو، هرځلی!
هرځلی چی وران د زړګی کلی کړی
بیا یی جوړول دومره اسان نه دي
او بیا!
مات زړګی ښیښه لری بازار لری
درد لری فریاد لری آزار لری!!!