مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

سیدشاه خروټی لندن

اوښکه دي حسرت شوم اوس چي تاراپوري وخندل
دي خلکو دي خندا دي کړم هر چا راپوري وخندل

که څه هم تلل له زړه نه زما د اوښکو أبشارونه
چي ستاله سترګو ولویدم دنیا راپوري وخندل

څړیکه مي ناڅاپه په پرهر دي زړه کي پورته شوه
پوه شومه له ورایه نن دي بیا راپوري وخندل

شپه مي کړله تیره ستا یادونو میلمنو سره
سپوږمۍ مخ رانه پټ کړو هم صبا راپوري وخندل

ملګری مي یوازي وو، خپل غم دژوند په لاره کي
أغازمي لاژړلو، انتها راپوري وخندل

هجر وو سلګئ وې او أهونه ول ساړه ساړه
یو داسي لیونتوب وو چي سودا راپوري وخندل

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery