اختر ستړی مه شی وایه څه شی دی راوړیدی
خوښی دی که غمونه که نکریځی او رنګونه دی
زما و خوار یتم ته ایا تا خولی راړیده
زما و بوری مورته دی د زړه پټی راړیده
اختره
اختره راته وایه مهاجر افغان به څنګه وی
دبل په دیرو سروایه ساده افغان به څنګه وی
هلته هم تللی یی پوښتنه دی پی کړیده
دژمی و یخنی ته ایا تا ګرمی راړیده
اختره
اختره راته وایی عرفات کی حاجیان څنګه دی
او هلته بیا عربو کی مزدور افغانان څنګه دی
زما په خوار وطن کی زما پیغلی زلمیان څنګه دی
ددوی و سپین سبا ته ایا تا ډالی روړی ده
اختره
اختره زما غریب وطن ته ارامی راولی
زما د غریبی مور کیږدی ته خوشحالی راوله
زما ماشوم ماشوم بچی بابا بابا وایی بس
وزوی ته پلار اختره پلارته یی بچی راوله
نورموږ خسته یو زموږه بس ده دا جګړه اختره
خپلوان مو ختم شوه پردی رانه خپه اختره
خندا خندا له دغه کلی نه پردی ده پردی
اختره یو ځلی کړه ګرمه زما دیره اختره
اختره
زما زلمیانو ته احساس د ورورولی راوله
زما و سپین ږیرو ته احساس د خپلواکی راوله
زما غریبانو غیرت د حاتمانو ورکړه
زما و مالدارو ته احساس د همدردی راوله
اختره
اختره ورک کړه د ا فرعون غواړم موسی راوله
دی مړه ملت کی ساه ژوندی کړه مسیحا راوله
افغانان یوکړه نوزادی وایی اشنا راوله
انسانیت اسلامیت زړه دنیا راوله
هلته چی نه وی څوک یتم نه په چا ظلم کیږی
هغه نن راوله اختره ها سبا راوله
که داسی وشول قربانی دی په ما پور اختره
که داسی نه وی رانه ورک شه مخ دی تور اختره