مه مې هیروه د هیرېدو نه یم
ومې ساته ټینګ د غورځیدو نه یم
تا ته به نظر کې کم ښکارېږمه
داسې له نظره د لوېدو نه یم
ومه تله دورند یمه سپک نه یمه
ستا په شانې خیر که د لیدو نه یم
پرې مې ږده چې وکړمه ګیلې درته
مه مې چوپوه د چوپیدو نه یم
لږ مې د زمان له ګرده وڅنډه
وړ د خړو خاورو ښخیدو نه یم
مه رانه تنګیږه مټ وزر دې یم
نه شم بیلیدی د بیلیدو نه یم
تا هسې له پامه غورځولی یم
زه د چا له پامه د لویدو نه یم
لږ خو څه درانه راته کتل وکړه
دومره خو والله د سپکیدو نه یم
زه او ته یو دواړه ددې کلي چې
ولې ستا په څیر د یادیدو نه یم
مه کوه کوشش مې د ورکوالي ډیر
زه د خس په څیر د ورکیدو نه یم
یو ځل مې د زړه ایینه کې وګوره
څوک وایي چې زه د ځلیدو نه یم
نه یم تا لیدلی یا مې نه ګورې
مه وایه نو دا چې د لیدو نه یم
ولې زه ( انجان ) یمه تل تا لره
خپل مې کړه جانانه د پردو نه یم