دخپریدو نیټه : 2010-11-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
واحدیارعبدالرحیم زی
هرغمازدې له عاشق ځني په سرمري
مړه دې شي ټوغمازان چې مې دلبر مري
نشته نشته ده وفاپه چاکې نشته
هرعاشق دبې وفاووپه ډګرمري
چې دیارپه مړوندپرې وځی وده شي
په دې حال به خوشنصیبه بختورمري
چې په خپله سرلښکرپه مخ کې نه وي
که هرڅومره فدایان وي ټول لښکرمري
ورشه ورشه ای! ریباره که په خلاشي
واحدیارله خپل دلبره مرورمري