یوې خواته سندرې اټنونه دي
بله خوا د سرو وینو ډنډونه دي
یوې خواته سندرې ترانې اورم
بله خوا د غم سوي یادونه دي
یوې خوا کې واده دی ډنګ او ډول سره
بل خوا د ځوانانو تابوتونه دي
یوې خوا کې خبرې ټول د سولې کړي
بله خوا د سرو ګولو وارونه دي
یوې خواکې خبرې د حقوقو دي
بله خوا مظلومان او ولچکونه دي
یوې خواکې بنګلې او بلډنګونه دي
بله خوا کیږدۍ او ړنګ کورونه دي
یو خوا کې کلیسا او بل ګروپونه دي
بل خوا د جومات ړنګ ممبرونه دي
یو خوا د دروغو شعارونه کړي
بل خوا د قدرت پر سر جنګونه دي
یو خوا بیغمي ده د بل غم نشته
بله خوا د کونډو فریادونه دي
یو خوا مسلمان د غفلت خوب کوي
بل خوا د دښمن ډیر هدفونه دي
یو خوا د کفارو تمدن وینم
بل خوا مسلمان او کړاؤنه دي
یو خواکې تقوا پریشانه وینمه
بله خوا خندا او بنډارونه دي