دلته که اوسیږی خامخا به سربازی کوی
سر به په قمار وهی او یا به غلامی کوی
دلته اشنا ګوره هر قدم کی دی لیوان پراته
یا دی ځان ګنګی کړه یابه سمه قربانی کوی
دلت که اوسیږی سترګی پټی کړه څه مه وینه
ځان که بینا بولی بیا به لوڅه پایلوڅی کوی
دلته لا اوس هم د ټوپکو ژبه خبری کړی
یا به ټوپک اخلی بیا به سمه دښمنی کوی
دلته که اوسیږی په غوږو کی دی پنبه پریږده
نه به اوریدل کوی او نه به څه ویل کوی
زه دی خبروم دوی د غوږونو پریکول کوی
وژل کوی تړل کوی زندان ته اچول کوی
دلته که اوسیږی د قانون خبری مه کوه
دلته ته د نن سبا پرون خبری مه کوه
دلته لاتراوسه هم قانو نشته توپک شته دی
دلته ته د سولی او تړون خبری مه کوه
دلته که اوسیږی بس خاموشه شمع وسوځه
دلته ته ددرس او دتعلیم خبری مه کوه
دلته خو لااوس هم مکتبی ته دوی کافر وایی
ګوره اشنا ګوره د جنون خبری مه کوه
راشه دا سقوط مات کړه
څو به تورته سپین او سپین ته تور د بل په خوله وایی
څوبه د ظالم صفت کوی او څه به نه وایی
څوبه ته لیوه ته بس د ډاره لیوه نه وایی
څوبه د یتم اوښکو ژړاته ته واده وایی
دلته که اوسیږی دی ویده ملت ته ژوند ورکړه
ځان دی مسیحا کړه او و ژوند ته نوی خوند ورکړه
مټو ته قووت ورکړه او زړه ته شجاعت ورکړه
نور دی بی منطقو ته یو ښه درس د عبرت ورکړه
پاڅیږه راپاڅه نور د ځان سره جګړه وکړه
خپل ددی ویده ضمیر وجدان سره جګړ ه وکړه
ګوره خدای ته ګوره د ژوندون کاروان په بل خوادی
راشه دظالم او د شیطان سره جګړه وکړه
زورلری قووت لری و شاته لوی ملت لری
تاریخ لری افکار لری د ټول نړی قووت لری
ځان دی احمد شاه کړه او وطن ته ازادی ورکړه
وایی نوزادی وخپل وجدان ته ازادی ورکړه