څومره خوږه ده کلمه د ابی
د هر څه مخکی کلمه د ابی
څوک ورته مور څوک یی مادر یادوی
ده دجنت دپاسه پښه دابی
داچی په نیمه شپه کی خوب نلری
داچی نړی ته اتلان راروزی
داچه د ټولو د عزت وړکرځی
داچی د وخت قهرمانان راروزی
مورپه رښتیا چی دژوندون مبداده
دحرکت او د جنون مبدا ده
واحترام ته چی یی سر ټټیږی
دغه د نن او د پرون مبدا ده
داچی صفت یی کتابو کی سوی
د عظیم شان په ایتو کی سوی
چی کتابونه یی د مینی ډک دی
په احادیثو صحیفو کی سوی
دا دنړی د هرانسان کعبه ده
مور د کافر او مسلمان کعبه ده
له مورنه نشته لوړ مقام په دنیا
پسله کعبی نه د جهان کعبه ده
څومره خوږه ده کلمه د ابی
د هر څه مخکی کلمه د ابی
څوک ورته مور څوک یی مادر یادوی
ده دجنت دپاسه پښه دابی