دســرښنــــــدنې هـــمت راکـــــړې اى دزړو مـالکه
ته مــي ناصـــــــر شې دپاميــر په سردرو مــــالـــکه
چي د اطلس ترکنـــارو مـي شـرنګ دتـــوري رسي
مټوکي داسي طـــاقت راکـــــړي په سوالو مـالکه
ستادسپيڅــلي دين په ننګ چي زولنوکي اوسم
داسي همـــت اوجــرئت راکــــړې په زارو مـــــالکه
چي ستا رضاراته حاصــــله شي دنيــــا څه کـــــوم
راکړې مــــرګى دشهــــادت په جهــــادو مـــالـــکه
چي په مــيړانه مي دننګ نامـــوس ساتنــه کـــيږي
غيرتي ژوندن مي په نصــيب کـړې په کلـومـالکه
دپنټګان خوني انګړچي يې دهيــــــــلو کـــــور دى
هيلي يې ماتې کور يې سکورکړې په لمبو مالکه
غواړم الهــــــام : وشـــاه زلمو ته نصــرتــونه مــدام
مغــــروردښمــن مـــوکــړې تبـــاه په عذابومــالکه