هر ماښام په يوه غزل پسې ستومان يم
پـه لاس نه را درومي تل پسې ستومان يم
دسپوږمۍ له رڼا پټ ، د چينار ډډ ته
توره شپه کې لکه غل پسې ستومـــــان يم
هسې نه چې د چا بد نظر يې وخوري
نن رقيب ورته کتل پسې ستـومان يم
څوک به دنګو محلـونو پسې درومي
زۀ پۀ سيوري د اوربل پسې ستومـــــان يم
دبيلتون په ورانه دښتــه کې ځونډيه!
دی مې ورک د اشنا پل پسې ستومان يم