پاکه ربه ستا دفضــــــل طلبګاريم
دشيطـــــان لعين په لْمـه ګـــرفتـاريـم
دنبي خــيرالــــــورىٰ په روى خـــــــاونـده!
په تقوىٰ اوپه پرهــــيز مي کــــړې پاه بنده
دغفلت په بستر پروت يمـــــه بيمــاريم
دقرآن په برکــت مي زړه روښـــــان کـــــــړې
له زوال څخه محفوظ مي دين ايمان کړې
خدايه!بخښه راته وکـــړې ګنهګاريــم
دصديق په څېرمي نفس کــــــــــړې صفـاته
دحضرت عمـــرپه څېر مي کـــــړې شيـداته
دبــد نفــــس لـــــه پاللــــــونه بــــــيزاريـم
دعثمـــــان غني دزړه منـــــــــــــــورونکې!
دحيدرهــــدايت غـــوړامه پالـــــــــونکې!
ښه اخلاق او عمل راکړې بد کــرداريم
درسول دشفـــــاعت کـــــــوم ســـــوالــونه
په دعـــامي پورته کــــــــړي دي لاســـونه
الهــام: ستاومغفــــــــرت ته انتظــــاريم