ای د مرګ په خوب ویدهء بیا به کله راویښیږې
ورخ نه وا اوښتې او بهء بیا به کله را ویښیږې
دښمن را غی ستا په کور درنه وژني خویندې ورور
لا هم وایې زما پرې څهء بیا به کله راویښیږې
یو د دین بل د دنیا په نو وینې زبیښي ستا
دوی سمسور شوهء تهء سپیرهء بیا به کله راویښیږې
دی په سیمه کښې طوفان خوري سرونه دانسان
مخامخ شوې ورته تهء بیا به کله راویښیږې
شا اوخوا لاس بډ وهلي ناست دي ستا وینو ته تږي
تیره کړې یې چاړهء بیا به کله راویښیږې
د غلیم له مکره بریښي اوس دې ویشي بیا دې زبیښي
پام نشئ خوارهء وارهء بیا به کله راویښیږې
اوس هم وخت دی را لټیږه د کاروان سره خوځیږه
ګټه نهء کا لاس موږهء بیا به کله راویښیږې
د نیستۍ په برید ولاړه زهیر خلاصه کړله له غاړه
دا رڼا هغه تیارهء بیا به کله راویښیږې
میلبورن آسترالیا