دبګرامیو په لویه لاره
د سړک خوا کی کیږدی ولاړه
زه پی ورتاو شوم ددوی ولورته
دوی هم راټول شول رایه کړه غاړه
ما ویل څوک یاست د کوم وطن یاست
دچا خپلوان یاست دچا بدن یاست
ددوی په منځ کی یو زوړ بابا ؤ
که څه بوډا ؤ خو په خندای ؤ
راته مسکی شو ویل یی یاره
تپوس می مکړه یم بی قراره
زخمی زخمی یم ستړی ستومانه
یمه راغلی د پاکستانه
ما خو ویله دامی وطن دی
هر یو بچی یی زما بدن دی
دا زما باغ دی دامی چمن دی
ما ویل داژوند به ترینه قربان کړم
ما ویل داوران به بیا راودان کړم
خو !
خواوس پښیمان یم حک پک حیران یم
نه دچا خپل یم نه په چا ګران یم
همدردی نشته دی ولسو کی
په دی وطن کی دی پرګنو کی
نه زوړ دستور شته نه تیر وګړی
د جنګ طوفان دی هرڅه وران کړی
نه می څوک پوښتی ټول رانه تښتی
رانه پردی دی زاړه او زړی
بابا ژړا کی راته ویله
پوښتنه مکړه ته زما ګله
نه می ماشوم ته درمل دوا شته
نه ورته سکول شته نه یی پروا شته
چاته ګیله کړم ګریوان پاره کړم
څوک می راخپل کړم چاته شکوه کړم
ماویل یاره د ټولو خپل یی
دټولو ځان یی د چمن ګل یی
وطن مو کور دی دا زموږ ګور دی
دابه راساتو پخپلو مټو
دا به اباد کړو په خپلو ګوتو
ګیلی دی پریږدی لستوڼی نغړه
وطن وتاته خورا احتیاج دی
زخمی زخمی دی برباد برباد دی
ما ویل عزیزه
ځان دی بدل کړه زمان بدل دی
کاروان روان دی وخت د عجل دی
ورسره درومه چی په شا نه شی
ګام دی اوچت کړه تری جلا نه شی
راشه دا بڼ دی بیا ګلستان که
راشه افغانه وطن ودان که
هم یی ودان که هم یی دځان که
داسپیری دښتی زیبا بوستان کړه
دبګرامیو په لویه لاره
د سړک خوا کی کیږدی ولاړه
زه پی ورتاو شوم ددوی ولورته
دوی هم راټول شول رایه کړه غاړه