سترګو د جانان کې جهانونه وینم
غیږه کې ئې هر وخت جنتونه وینم
مینه کې ئې رنګ رنګ شاعرۍ کومه
اوښکو کې ئې هر وخت غزلونه وینم
شیخ ته خو زما ګمان کفري ښکاريږي
سپین مخ د جانان کې چې نورونه وینم
ماته په کې هر څه قدرتي ښکاریږي
زلفو کې ئې تل یو لړ رازونو وینم
لوی جهان ئې هیر کړ رانه هیڅ نه وینم
تل ئې په خلوت کې معراجونه وینم
هجر ئې تقوا لره تیارې زیږوي
وصل کې ئې هر وختي رنګونه وینم