مونږه دپردو منو،خپل کور اوخپل مسکن سوزو
مونږه ليونيان،ټول هست وبود دخپل وطن سوزو
مونږ دپلارشمله سوزو،دغور نيکه مدفن سوزو
مونږ دخپل وطن، تنکي ګلونه اوګلشن سوزو
مونږه دپردومنو، دخپل نيکه شړۍ سوزو
مونږد پلار زامن دادئ دپلاردسر پګړۍ سوزو
مونږه د، ادې زامن دخپلې مور ټيکرۍ سوزو
غرق شوو خلکو،خپله پکې ناست هغه بيړۍ سوزو
مونږه ټول وياړونه،دغازي بابا امان سوزو
مونږه دملالې دوياړډ ک شال دالوان سوزو
شرم دئ قيامه ،مونږ تاريخ داکبر خان سوزو
مونږه بدبختان يو،په ژوندوني موخپل ځان سوزو