دپخوا زمانې غلو به،غلې وړې په غلا له ژرندې
خواوس داسې غله پیداشول،چه په بډه وهی ژندې
غلو به غلې کړلې په پټه،څه ورپیښ به مجبوریت وو
خو اوس غله دغلې په وخت کې،په کوربه وهی ملنډې
اوس خو غله د ومره هوښیار دی،چه ملکونه غلا کوئ شی
پخواغله ټول پاګلان وو،چه په غلا به ېې وړې ګنډې
خدایه داسې غله راغلی،چه قومونه غلا کوی دوی
خرڅوی ېې بیا په نورو، بیانې اخلی څرګندې
زه قیام په نارو سر یم، چه راویښ شئ افغانانو
دادئ ټول په بل خرڅیږو،شېبې پاتې راته لنډې
والدورف،جرمني