مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

نجیب الله آرین


د مینې لېونتوب مې تر زندانه رسوي
بس غمونه دي چې اښکي تر ګرېوانه رسوي
دچا په دې جهان کښې د زلت جنازه باسي
او څوک بیا دغه مینه تر ایمانه رسوي
د جانان مې دغه یو دستور له نورو نه جدا ده
چې زخم راکړي بیا مې تر درمانه رسوي
چې ورک شمه له ځانه د شرابو په رنګو کښې
بیا خپله بې خودي مې تر خپل ځانه رسوي
لکه سرو ته چې د سرو زرو اوبه په مينه ورکړي
چې کله هم دا شونډي تر پېزوانه رسوي
ژوندون به ېي له ډېرو دښتو تېر کړي
منزل چې څو ارین تر ګلستانه رسوي

(لندن)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery