جانان جانان مه رانه غواړه ای نادان زړګیه
نور د مرګی په خوب ویده دی هغه ګران زړګیه
رویبار ګونګی شو ښکته ګوری څه به وای ماته
په زنکدن کی وؤ اشنا ستا په ارمان زړګیه
رنګ ته دی ګورم ږړه راشی خزان راغی په ته
علاج دی نشی ګرزاوم دی په جهان زړګیه
چی توری خاوری اړاوم دیار په سپین بشر
نه وؤم خبر چی داسی هم شته امتحان زړګیه
د تورا شپه چی په ته راغله هڅ رنړا به نشی
تنړی دی وتړا نور مه شکوا ګریوان زړګیه
راځه راځه که ویده ګیګی نور ویده شه خپله
للو للو کولی نشم یم ستومان زړګیه
پس له مرګه به دیدن وی مرګ چی راشی خه ده
دعزرایل به په شفق وی ډیر احسان زړګیه
(دبئ)