دخپریدو نیټه : 2010-12-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زه او ...........
احمدجان نوزادی
دی راته ویله راته ولیکه شعرونه
ماویل خدای ته ګوره، ماته مه ګوره !
سترګی دی قاتلی، پریکوی دزړو سرونه
دی ویل دوام ورکړه
ما ویل باڼو دی لکه غشی دی ویشتل کوی
زړونه قتلول کوی
دی ویل څه ښکلی شعر
ما ویل حسن دی سپوږمی ده رڼایی کوی
سترګی جادوګری دی د مینی خواستګاری کوی
دی ویل ټوکی مه کوه
ماویل ښکلا ته ګلوه خجالت باسی
زړونه قتلوی او روح په مینه د کالبد باسی
دی ویل بیا چیری ځی
ما ویل لیونی شی بیا په غرو اوپه رغو ګرځی
تا پسی په شپو ګرځی
دی ویل دروغ وایی
ما ویل تا کله هم داخپل ښکلا لیدلی ده
تا کله په شپه کی د سپوږمی ځلا لیدلی ده
دی ویل ایا دا شعردی؟
ما ویل، زه دی مړکم بس خو یو ځلی در خپل می که
خپل می درخپل می که خدای ګوره ښکل می که
شنه سوله او سره سوه د حیا سره
وتښتیده ولاړه د مسکا سره