بس یو څو کاله د مخه زموږ کور افغانستان کی
ورورولی وه یو تربله په دی ورور افغانستان کی
مشر مشر، کشر کشر، هرچا هرڅوک پیژندله
که واړه وه که زاړه وه یو تربله ځاریدله
زموږ ه کور په موږ ودان ؤ، ښایسته افغانستان
هزاره که پښتانه وه تاجکان که پشه یان
ازبیکان که ترکمن وه یا ایبک یا بلوڅان
یوتربله سره وړونه لکه ګوټی دیوځان
ټوله ګلان ددی چمن وه دا چمن په دوی ودان
دغه واړه سره ګلان وه، دسمسور افغانستان
دهرات نه ترمزاره، ترکابله او ننګر هاره
د پنجشیره تر ایبکو، کاپیسا ترچاریکاره
یو وطن ؤ، یو بدن ؤ، د امونه تر تخاره
د نیمروزه تر کندزه، کندهار تر ښکلی ښاره
که لعلونه دپنجشیر وه، یا یاقوت دبدخشان
دا وطن د ټول کورپه ؤ په دی کور کی مو عزت ؤ
هر افغان کی همدردی وه ، په هر زړه کی شفقت ؤ
ټوله، ټوله، سره ته وه، افغانان په یوه زړه وه
زموږ د زړه په پلو رګو کی استقلال ؤ، شجاعت ؤ
درناوی دهر افغان ؤ که غریب ؤ که مالدار
چا پی سترګی کړی راښخی چی پی جوړی دسیسی کړی
چا یی ورانه کړه جونګړه چا یی ماتی دروازی کړی
چا یی لوټ کړل تاریخونه چا یی چورکړل فرهنګونه
د باروتو، اور کی وسول زموږ کلی ززموږ کورونه
وطن ولاړی هدیره شو ګلستان مو کنډواله شو
افغان ولاړی مهاجر شو د پردو په کلی سر شو
د خواریو ورته مخ شو شو بی کوره اواره شو
تورپوړنی سوی پښی لوڅي تورڅادریی توپان یووړ
د پردیو د جنګ اورکی افغان ولاړی بیچاره شو
د افغان وتلی توره، په نړی کی مسخره شو
هرڅه هرڅه مو بدل سول انسانان زموږ پردی سوه
څه یی ولاړه و ایران ته څه یی نورپاکستانی شوه
هلته لوی شوی هلته خوی شوه اوس راغلی وای افغان یم
که لوی شوی یم بل چیر زه ددی افغانستان یم
نه یی ژبه افغانی ده، نه پښتو ده، نه دری ده
څوک بیا راغلل د یورپ نه رایی وړل نوی دودونه
سمه ږیره کی کړی رسم، دایری او مات خطونه
نیمه ژبه انګریږی کړی بیا ورګډه کی فارسی کړی
نه شرقی شو نه غربی شو دا به نور څه کانی وکړی
نه افغان نه خارجی شو نه دخپل نه د پردی شو
جهان وخاته اسمان ته زموږ دلمرسره جګړه ده
د مکتبه څخه تښتو د توپک سره مو شپه ده
نوزادی وایی عزیزانو ملامت ویده تقدیر دی
دا دثور تراژیدی ده چی افغان پکی راګیر دی