د بنګړو شور چی یی کلی کی راخپورشو
په زلمیو باندی بل د مینی اورشو
ګل خولی وکړی د شرمه شنه سهار کی
دلیلی د مشکو بوی چی بڼ کی خورشو
سروه ټیټه شو سلام یی ورته وکی
چی په پیغلی پښتنی یی نظر خپور شو
سپوږمی وتښتیده لاندی تروریځی
د ادم درباب شرنګ کی شورماشو شو
غوټی سر ټیټ کی ددی وزیبایی ته
چی دتور زلفو جال یی په مخ جوړشو
د مین زلمی سینه کی زړه درزیږی
په ګودر چی د منګیو قطار جوړ شو
زیبایی د پښتنی نړی کی نشته
خوار شاعریی په صفت کولو زوړشو