دخپریدو نیټه : 2010-12-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
محمدولی حیران کامه وال
دا خو منمه چی انسان ښکلی دی
چی می خوښ کړی په ایمان ښکلی دی
جانانه تا سره فیشن خوند کو ی
زما شلیدلی ګر یوان ښکلی دی
یا به زما په سترګو ښه لګیږی
یا خو په ټولو کی جانان ښکلی دی
ز ما د زړه په و چه للمه اشنا
ستا د رڼو اوښکو باران ښکلی دی
دومره ښایسته زما په سترګو لګی
لکه په ستورو چی اسمان ښکلی دی
زه د خپل یار په مینه سر ور کوم
دده په وړاندی می وجدان ښکلی دی
ما ځان لید لی په ایئنه کی یار ه
داستا نظر دی چی (حیران)ښکلی دی
له تهرانه